سیاست

د مشرانو جرګې لومړي نايب د فراه د خلکو ستونزې له اړوند مسوولينو سره طرحه کړې

کابل – باختر د زمري دمياشتې ١١
د مشرانو جرګې لومړي نايب نن په يوه غونډه کې د فراه ولايت د خلکو ستونزې د ماليې او د عامې روغتيا د وزارتونو له معينانو سره طرحه کړې.
د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې غونډه کې د فراه ولايت سناتور ګل احمد اعظمي د پخو سړکونو د شتوالى، د ګمرک د تاسيساتو د نه جوړولو، د بريښنا د نشتوالي، د ولايتي روغتون د پروژې د نه بشپړيدو او د هوايي ډګر د نه پراختيا له پلوه يې د فراه ولايت د خلکو ستونزې له اړوندو مسوولينو سره طرحه کړې.
په غونډه کې د عامې روغتيا د وزارت معين وويل: دغه وزارت د فراه د ولايتي روغتون د پروژې بشپړولوته د خپلو کارونو په لومړيتوب کې ځاى ورکړى دى او اوس په سلوکې ٣٠ کار يې پرمخ تللى دى.
دغه راز د ماليې وزارت د عوايد او ګمرکاتو معين زياته کړه چې د فراه دګمرک د تاسيساتو د ارزښت په دليل دغه وزارت هلې ځلې کوي چې په ډير ژر ممکن وخت کې هغه جوړ او ګټې اخستنې ته يې وسپاري.
د مشرانو جرګې لومړي نايب محمد علم ازديارڅرګنده کړه چې ددغه مجلس هيئت څه موده مخکې د فراه ولايت د خلکو ستونزې له نږدې څيړلې دي او حکومتي مقامات د هغو ژمنو له مخې چې له سناتورانو سره يې کړې وې؛ ډير ژر په دغه ولايت کې ټولګټې پروژې د استفادې وړ وګرځوي او دغه راز وپتيل شوه چې په راتلوونکې غونډه کې د ترانسپورت او هوايي چلند د وزارت مسوولين د فراه ولايت د هوايي ډګر د پراختيا په باب خپلې تخنيکي او مسلکي نظريې وړاندې کړي چې په دې اړوند تصميم ونيول شي.
د يوبل خبرله مخې:
د مشرانو جرګې دويم نايب ډاکتر محمد آصف صديقي د لوګر ولايت د خوشي ولسوالۍ له امنيه قوماندان او يو شمېر مشرانو سره وکتل او د دوى د سيمه ييزو ستونزو د حل کولو په باب يې خبرې وکړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته