امنیت

په هلمند کې دچاودنې مخه ونيول شوه.

کابل – باختر د مرغومي دمياشتې ٤
دهلمند ولايت امنيتي مقامات وايي ديوې خونړي چاودنې مخه يې نيولې ده .
دګرشک ولسوالۍ امنيه قوماندان محمد اسمعيل باختر آژانس ته وويل امنيتي ځواکونو په چاوديدونکو توکو بار يو موټر چې د طالبانو له خوا چمتو شوى و او غوښتل يې هغه دګرشک ولسوالۍ په بازار کې وچوي هدف ته له رسيدو مخکې کشف او ترلاسه کړ.
ديوه اړونده خبرځاى دڅرګندونو له مخې په دغه موټر کې ٣٢٠ کيلو ګرامه چاوديدونکي توکي بار کړى شوى و چې په کشفولو سره يې ديوې خونړي چاودنې مخه ونيول شوه.
دقضيې په اړوند تراوسه پورې څوک نه دى نيول شوى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته