قندهار باختر د لړم ۶ مه
د قندهار د ولایتي ادارې او د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مسوولینو د یوه مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې وویل چې په دغه ولایت کې له تمې څخه ډېر خلک د رایو مرکزونو ته راووتل او خپلې رايې یې د خپلې خوښې وړ نوماند ته ورکړې .
دوی وايي: که څه هم په لومړي سر کې د رای ورکوونې په ځينو مرکزونو کې ستونزې موجودې وې خو د ځانګرو سپارښتونو وروسته یادې ستونزې حل شوې.
د باختر اژانس د سیمه ېیز خبریال د خبر له مخې؛
په جوړ شوي مطبوعاتي کنفرانس کې د قندهار د والي مرستیال عبدالحنان منیب وویل که څه هم امنيتي ګواښونه شتون درلود خو بیا هم ښاریانو په پراخه کچه په انتخاباتو کې ګډون وکړ.
په خبري غونډه کې د امنيت امر سمنوال رحمت الله اطرافي وويل : په ښار او ولسواليو کې يې د انتخاباتو لپاره بشپړ امنيتي تدبیرونه نيولي وو .
د هغه په خبره د ولسوالیو تر څنګ په ښار کې هم اووه ماینونه کشف او شنډ کړي دي.
د ټاکنو د شکایاتو د کمېسیون کمیشنر کریم الله ستانکزي وویل : دوی له ۱۷۲ مرکزونو څخه ۳۵۰ څخه زیات تلفوني شکایتونه ثبت کړي دي.
هغه وویل : په شکایتونو کې د رای په مرکزونو کې د نوم نشتون، د ناظرینو له لوري خپل نوماند ته په محل کې کمپاين کیدل، د مرکزونو ناوخته خلاصیدل، د بایومتریک ماشین چارچ خلاصیدل او د درغلیو په اړه هم ورته شکایتونه رسیدلي دي چې تر ثبت وروسته به يې په ۱۵ ورځو کې وڅېړي .
تمه کېده چې د ولسي جرګې انتخابات به د قندهار په شمول په ټول ا فغانستان کې د تلې د میاشتې په ۲۸ نېټه ترسره شي خو په دغه ولایت کې د وروستۍ خونړۍ پېښې وروسته یوه اوونۍ وځنډول شول.پای/وصال