-کابل باختر د مرغومي اوومه :
لس تنه وسله وال طالبان په هلمند ولايت کې له پوځيانو سره په جګړو کې ووژل شول .
دغه جګړې تيره شپه په ګرشک ولسوالۍ کې هغه وخت ونښتې چې وسله والو طالبانو په امنيتي پوستو بريدونه وکړل .
دهېواد په جنوب کې دملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختراژانس ته خبرورکړ چې په دغو نښتو کې لس تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي .
ويل کيږي چې په دغو نښتو کې پوځيانو او دسيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى .
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې پوځيان دهلمند ولايت په مرکز لښکرګاه ښار کې دوسله والو طالبانو دجنګي وسايلو د څلورو ډيپوګانو په کشفولو بريالي شوي دي .
دهلمند ولايت يو امنيتي مقام وايي چې په دغو ډيپوګانو کې يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل ترلاسه شوي دي .
0 1 دقیقه لوستل