کابل، د مرغومې ۳۰مه، باختر
د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي چې د خوړو نړیوال پروګرام په مالي ملاتړ د مرکز پل علم په ګډون د محمد آغې او خروار ولسوالیو ۱۰۰ هغه مېرمنو ته چې د کورنۍ مسولیت ور تر غاړې دی د اقتصادي پیاوړتیا په موخه ورته د چرګانو واړه فارمونه جوړ شوي دي.
د دغه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو په خبره هرې ګټې اخیستونکې ته ۲۰ قطعې کورني چرګان، د چرګانو خوراکه او اړونده توکي ورکړل شوي دي.
د یاد ریاست د چارواکو په وینا، د چرګانو د ورکړې موخه په کور دننه بېوزله کورنیو ته د کار زمینه برابرول دي ترڅو د خوړو خوندیتوب رامنځته او کورنۍ پر ځان بسیا شي.
دغه راز یادو کورنیو ته د چرګانو پاللو، ناروغیو مخنیوي د واکسینونو تطبیق کولو او ګڼو نورو برخو کې روزنه هم ورکول کېږي.