ټولنه

دوارداتي بريښنا دليږدونې لپاره دپنجشيردسيمه ييزو مقاماتو هلې ځلې

کابل باختر د کب دمياشتې  ١٧ :
دپنجشيرولايت سيمه ييزو مقاماتو دغه ولايت ته دوارداتي بريښنا دليږدونې په خاطر هلې ځلې کوي.
دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې : دپنجشيرولايت مرستيال محمدامين صديقي  ددغه ولايت درخه ولسوالۍ ددشت په سيمه کې دبريښنا دسب استيشن د جوړولو لپاره  دټاکلې ساحې دکتنې په وخت  کې خبرې وکړې او ويې ويل ؛  له مرکزي مقاماتوسره کتنه ، دبريښنا دسب استيشن د جوړولو لپاره دساحې ټاکنه او دتخنيکي ټيم سروې   پنجشيرولايت ته دوارداتي بريښنا لپاره لومړنى ګامونه دي.
صديقي په دې کتنه کې   په دې باندې په ټينګار سره  چې دانرژۍ او اوبو وزارت  دې ډير ژر دبريښنا دسب استيشن  دتاسيساتو د جوړولو کار پيل کړي ، څرګنده يې کړه   دپنجشيرولايت ته دوارداتي بريښنا په  ليږدونې سره   ددغه ولايت   دخلکو په ژوندانه کې به بنسټيز بدلون رامنځته شي.
په دې کتنه کې دپنجشيرولايت داطلاعاتو اوفرهنګ  ، له نشه يي توکوسره دمبارزې او  له طبيعي پيښو سره دمبارزې رئيسان هم حاضر وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته