زرنج باختر دوري دمياشتې ١٧ نيټه :
د نيمروز سيمه ييزو مسوولانو د هلمندولايت له مسوولانو سره د اوبو
دکمښت له امله خبرې وکړې.
د باخترآژانس دخبرله مخې ؛ دغه غونډه په هلمند ولايت کې د نيمروز د والي انجينر محمدسميع ، د هلمند د ولايت د سرپرست انجينر مجاهدالله صفاري ، په پارلمان کې د نيمروز د خلکو استازې فريده حميدي ، د انرژۍ او اوبو وزارت د اوبود تنظيم ريېس سلطان محمود محمودي او د هلمنداو نيمروز ولايتونو ديوشمير مسوولانو په ګډون جوړه شوه.
په دې غونډه کې د هلمندولايت سرپرست مجاهدالله صفاري وويل ؛ سږکال په ټول هېواد کې وچکالۍ رامنځته شوې او په کجکي بند کې د اوبو کچه ١٢ متره ټيټه شوې اوکه وضعيت دغه شان دوام ومومي د دې امکان شته چې د هلمند په سيند کې هم اوبه وچې شي.
ده نيمروز ولايت ته د اوبو د جاري کولو د همکارۍ په باب خبري وکړې او ژمنه يې وکړه چې په دې برخه کې به عملي ګامونه واخلي.
د نيمروز والي انجينرمحمد سميع په نيمروز ولايت کې داوبو کمښت يوه لويه ستونزه وبلله او زياته يې کړه ؛ دنيمروز خلک زيات داوبو له کمښت سره مخامخ دي او دهغوى په زرګونو جريبه کرنيزه ځمکه به له منځه لاړه شي.
د نيمروز والي د نيمروز د حقابې په باب خبرې وکړې او ډير ژر يې د نيمروز ولايت ته د اوبو دجاري کيدو غوښتنه وکړه او د دغه ولايت له مسوولانو څخه يې وغوښتل چې دغې ستونزې ته دې جدي پاملرنه وکړي.
په پارلمان کې د نيمروز دخلکو استازې فريدې حميدي وويل ؛ د نيمروز ولايت خلک داوبو له سخت کمښت سره مخامخ دى اوزموږ غوښتنه دا ده چې د هلمند خلک اجازه ورکړي او اوبه ډيرژر د نيمروز ولايت ته جاري شي.
د انرژۍ او اوبو وزارت د اوبو دتنظيم لوى رئيس سلطان محمود محمودي په ټول هېواد کې په سلو کې شپيته د اوبو د کمښت خبر ورکړ او د اوبو کمښت يې په ټول هېواد سراسري ستونزه وبلله او له دغې ستونزې څخه د وتلو يوازينې لاره يې د بندونو د اوبو منظم ويش وباله .
دانرژۍ او اوبو وزارت د اوبو د تنظيم لوى ريېس وړانديز وکړ چې دخلکو او دولتي ادارو په ګډون دې يو نظارتي کميسيون جوړ شي ترڅو د اوبود منظمو ويشل نظارت وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې داوبوکمښت د نيمروز ولايت د کروندګرو په زرګونو جريبه کرنيزې ځمکې داوبو د کمښت له پلوه له زياتو ستونزو سره مخامخې کړې دي.
د دغه ولايت بزګران په وروستيو څو ورځو کې ديولړ غونډو په ترسره کولو سره د اوبو د کمښت دستونزې په ژر له منځه وړلو کې د مسوولانو پاملرنه غواړي . پاى ذکرالله
0 2 دقیقې لوستل