کابل باخترد ثور دمياشتې ٢٨ :
دغزني ولايت په مربوطاتو کې دملي اردو د ځواکونو د عملياتو په بهيرکې پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
دملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ :
دغه عمليات د غزني ولايت د ګيرو ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترسره شول چې له امله يې پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او يوبل طالب ونيول شو او په هغو ورته عملياتوکې چې د سرپل ولايت د صياد ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترسره شول؛ دوه تنه نور وسله وال مخالفين ووژل شول .
ديوبل خبرله مخې :
دقندهار ولايت دپنجوايي ولسوالۍ په مربوطاتوکې دملي اردو دمنسوبينو د امنيتي فعاليتونو په بهيرکې يو وسله وال طالب ټپي شوى دى اويوه ايکم مخابره ، د وسايطو ضد ١٢ ماينونه اويوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل هم ترلاسه شوي دي .
1 1 دقیقه لوستل