نړۍ

په ديره اسمعيل خان کې په سړک کې دبم چاودنه

ديره اسمعيل خان  باختر د زمري ديارلسمه :
  دخيبر پښتونخوا ايالت  دکولاچي تحصيل په سړک کې بم  دچاودنې له امله نن ديوسيمه ئيز  مشر په ګډون  درې تنه ووژل شول  .
باختر اژانس  دپاکستان د دي نيوز انترنشنل  ورځپاڼې له خولې خبر راکړ.  يومذهبي  سياسي او سيمه ئيز مشر فقير جمشيد له دوو تنو نورو سره  په يوموټر کې  سفر کاوه چې دسپرلۍ موټر يې په ديره اسمعيل خان کې په سړک کې په ښخ کړي شوي ماين وخوت او په پايله کې فقير جمشيد عارف له خپل موټر  چلوونکي اوساتونکي سره ځاى پرځاى  ووژل شو . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته