کابل_باختر د زمري د مياشتې ٢٧مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د هېواد د ګمرکونو له رئیسانو او مستوفیانو سره وکتل.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفترباختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې چې نن له غرمې وروسته په ارګ کې ترسره شوه، لومړی د هېواد د ګمرکونو یو شمېر رئیسانو او مستوفیانو د نورو په استازیتوب د خپلو ادارو د لاسته راوړنو او ستونزو په هکله خبرې وکړې.
جمهور رئیس غني د ګمرکونو د مسوولینو او مستوفیانو د غوښتنو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته، په دغو بنسټونوکې د سیستم پر پیاوړي کولو د ټینګار ترڅنګ وویل: زموږ اساسي موخه دا ده چې د هېواد په ټولو بنسټونوکې سیستمونه د مکافاتو او مجازاتو د اصل پر بنسټ رامنځته شي.
جمهور رئیس د ګمرکونو رئیسانو او مستوفیانو ته لارښوونه وکړه چې د اړوندو ادارو د سیستمونو نیمګړتیاوې وڅيړي او د چارود ښه والي په اړه دې خپل وړاندیزونه چمتو او د مالیې وزارت ته وسپاري.
جمهور رئیس غني د ګمرکونو د کارکوونکو د ظرفیت په لوړولو ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه چې د مالیې وزارت د ګمرکونو انسټیټیوټ دې پیاوړی شي.
جمهور رئیس وویل: د فساد د کموالي او د ګمرکونو د پولیسو د کاري اغيزمنتوب د زیاتوالي په برخه کې دې زیاتې هڅې وشي او د هېواد سوداګر او موټرچلوونکي دې د لویو لارو په اوږدوکې د غیر قانوني پیسو د اخیستوونکو په پېژندنه کې له اړوندو مسوولینو سره مرسته وکړي.
د هېواد جمهور رئیس وویل: د ادارو حدود او صلاحیتونه مشخص دي او هیڅ اداره د نورو ادارو په چارو کې د مداخلې حق نه لري.
جمهور رئیس غني د دغو ادارو د کلنيو عوایدو په هکله وویل: باید د دغو ادارو د کلنیو عوایدو د زیاتوالي هڅې وشي.
ده زیاته کړه: ټولې اړوندې ادارې باید خپلې کلنۍ موخې مشخصې کړي او دا کار کېدای شي د ادارو د کاري بهیر د ښه والي لامل او په یو فرهنګ بدل شي.
جمهور رئیس غني وویل: زموږ هغه ملي سوداګر چې په منظم ډول خپلې مالیې ورکوي او د عوایدو د زیاتوالي لامل کېږي، باید وستایل شي.
د هېواد جمهور رئیس ټینګار وکړ چې د مجازاتو او مکافاتو غوره سیستم د دولتي ادارو د کارکوونکو د روحیې په پیاوړي کولوکې مهم دی او ويې ویل: د هڅونې او ستاینې فرهنګ د امنیتي او دفاعي ځواکونو له بنسټونو څخه پیل شوی او نورو بنسټونو ته به هم وغځېږي.
په دې غونډه کې د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، د جمهور رئیس اقتصادي سلاکار حضرت عمر زاخېلوال او یو شمېر نورو حکومتي مقاماتو حضور درلود.#