امنیت

په هېواد کې دطالبانو له خوا ديرغمل نيونې دزياتوالي په غبرګون کې دنيمروز يانو لاريون.

کابل باختر دچنګاښ څلورمه :
دنيمروز ولايت  په سلګونو تنو اوسيدونکو  دهېواد په لويو لارو کې دوسله والو طالبانو له خوا ديرغمل  نيونې دزياتوالي  په غبرګون کې  په لاريون لاس پورې کړ .
اعتراض کوونکو دنيمروز ولايت په مرکز زرنج ښار کې دلاريون په ترڅ کې له دولت څخه وغوښتل چې دهېوادوالودامنيت په تامينولو کې زياتې هلې ځلې وکړي .
په نيمروز ولايت کې يوه مدني فعال فواددباختراژانس خبريال ته وويل: که چيرې خلک  دامنيتي ځواکونو ترڅنګ  په هېواد کې د امنيت په تامينولو کې  ونډه واخلي طالبان او نورې تروريستي ډلې نه شي کولاى  چې دخلکو امنيت ګډوډ کړي
ده دغه راز له امنيتي او دفاعي ځواکونو څخه وغوښتل چې له پخوا زيات دهېوادوالو دامنيت په تامينولو کې  هڅه او هاند وکړي .
دلاريون  برخه والو دهېواد په لويو لاريوکې  دوسله والو طالبانو له خوا ديرغمل نيونې  دوام دکارګرانو او مسافرانو په ګډون ملکي وګړو ته  خطرناک  وباله .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته