ټولنه

د زمرى د دويمې نيټې ټپيانو ته په زرګونو سي سي وينه ورکړى شوه .

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٦
دبدخشان ولايت مشرتابه او خلکو دکابل ښار د دهمزنګ د دويمې نيټې دپيښې شهيدانو ته په زرګونو سي سي وينه ورکړه .
دبدخشان ولايت دعامې روغتيا رييس ډاکتر نور محمد خاورى دباختر آژانس خبريال ته وويل:دامنيه قوماندان او ولايت دمرستيال په ګډون دولايت مشرتابه او دفيض آباد ښار يو زيات شمير خلک دفيض آباد ښار دولايتي روغتون دوينې بانک دفتر ته لاړل  او وينه يې ورکړه يوه اړونده خبرځاى وويل: خلک په خپله خوښه او دسيمې او مذهب له په پام کې نيولو پرته وينه ورکړه او دغه بهير دوام لري.
جنرال غلام سخي غفوري دوينې دورکولو په ترڅ کې وويل :موږ چمتو يو زموږ ديوه هيواد وال د ژغورنې په خاطر هر څومره وينه چې لازمه وي ورکوو . دغه راز دبدخشان ولايت دحج او اوقافو رييس عبدالولي ا رشد وويل: په دې ترڅ کې چې په جوماتونو کې دخلکو له خوا دقران عظيم الشان ختمونه وشول او فاتحه واخيستل شوه موږ له خلکو وغوښتل چې د زمري دمياشتې دويمې نيټې د دهمزنګ دغمجنې پيښې ټپيانو ته وينه ورکړي چې له نيکه مرغه خلک په خپله خوښه ډله ډله دوينې بانک ته ورځي او وينه ورکوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته