ټولنه

په ننګرهار کې له جګړه ځپلو او دطبيعي پېښو له مصيبت ځپلو کورنيو سره مرسته وشوه .

کابل /باختر / دلړم  ١١مه :
په ننګرهار ولايت کې  له زرګونو هغو کورنيو سره  چې دطبيعي پېښو او له جګړې څخه  زيانمن شوي  دغنمو مرسته وشوه .
دغه مرستې  دکرنې اواوبولګولو دوزارت  له خوا برابرې شوې دي .
دننګرهار دکرنې اواوبولګولو رييس  سميع الله نصرت  باختراژانس ته وويل چې په ننګرهار کې  دوه سوه څلور ديرش ټنه غنم  جګړه ځپلو او سېلاب ځپلو کورنيو ته ځانګړي شوي دي .
درارسېدلو خبرونو له مخې ،  ددغو غنمو  ويشل  داچين او دنازيانو له ولسواليو څخه پيل شو او په نږدې راتلونکې کې به  په ټول ننګرهار کې وويشل شي .
داپه داسې حال کې ده چې په ننګرهار کې  په سلګونو کورنۍ ددوى په سيمو کې دډار اچوونکو ډلو  دشتون  او دغه راز  دوروستيو سېلاونو له امله  ددوى  دکورونو او کروندو دويجاړېدو له امله له خپلو کورونو څخه تښتيدلي دي  او همدااوس  په جوماتونو ،ښوونځيو اويا  په خيمو کې شپې سبا کوي .
  ختم_ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته