سیاست

جمهور رئیس غني په رسمي سفر ترکیې ته لاړ

کابل باختر دمرغومي دمياشتې  ٣

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس  محمد اشرف غني پرون سهار په باکو ښار کې په خپل استوګنځای کې د اقتصاد او صنایع وزیر شاهین مصطفی یوف او د سرحدي خدماتو د ملي ادارې رئیس جنرال الچین قلي یوف سره له کتنې وروسته په دوه ورځني رسمي سفر پرون ترکیې استنابول ښار ته لاړ.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته  خبرورکړ :
جمهور رئیس غني ته په استانبول نړیوال هوایي ډګر کې د استانبول والي، ښاروال او د ګارنیزون قوماندان ښه راغلاست ووایه.
په پام کې ده، چې د هېواد جمهور رئیس د ترکیې د اقتصادي کمیسیون له غړیو سره  چې د هغه هېواد تاجران او متشبثین به هم حضور ولري، خبرې وکړي او د دواړو هېوادونو تر منځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا او په افغانستان کې د پانګونې د فرصتونو په هکله هغوی ته معلومات ورکړي.
جمهور رئیس غني به ترکیې ته د سفر په جریان کې د ترکیې له جمهور رئیس رجب طیب اردغان او همدارنګه د هغه هېواد له لومړي وزیر سره جلا کتنې او خبرې وکړي.
په همدې ترتیب به د دواړو هېوادونو د جمهور رئیسانو په حضور کې د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونه د سیاسي مشورو او د کورنیو چارو وزارتونه به د امنیتي همکاریو او همدارنګه په کابل کې د ترکیې له لوري د مولانا جلاالدین محمد بلخي پوهنتون د جوړولو په هکله د همکارۍ درې تفاهم لیکونه لاسلیک کړي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته