کابل باختر د کب دولسمه :
پنځه تنه وسله وال طالبان په روزګان ولايت کې په هوايي بريد کې ووژل شول .
په دغو وسله والو طالبانو تيره شپه دترينکوټ ښار ته څيرمه ددوى په پتڼځي بريد وشو .
دهېواد په جنوب کې داتل قول اردو يو جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل چې په دې هوايي بريد کې پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ده وويل دغه وسله وال طالبان په خپل پټنځي کې ديولړ ډار اچوونکو بريدونو په سازمان ورکولو بوخت و چې پرې بريد وشو .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې په روزګان ولايت کې ديولړ چاودنو مخه ونيول شوه .
امنيتي ځواکونو نن سهار دروزګان ولايت له ګڼ ميشتو لارو څخه څلور ماينونه کشف او شنډ کړل .
ختم – مينه سعادت
0 1 دقیقه لوستل