کابل باختردليندي دمياشتې ٢٧ :
د افغانستان داسلامي جمهوريت جمهوررييس حامدکرزي، پرون دطبابت داخلاقو د لوړولو په ملي کنفرانس کې له داسې ټکوسره اړيکې ونيولې چې په رښتينې توګه د پاملرنې وړ دى .
د باختراژانس مبصرليکي: يوه له هغو مهممو مسئلو څخه چې د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي تل په خپلو ويناو کې طرحه کړې ده او پرون يې هم ورته اشاره وکړه؛ د خلکو د ژوندانه مهمو مسئلو ته جدي او بنسټيزه پاملرنه ده .
جمهور رييس په وار وار هيله کړې ده چې بايد افغانستان د نورو له احتياج څخه وژغورل شي؛ د نورو له احيتاج څخه ژغورنه چې حمهور رييس يې طرحه کوي؛ هم په سياسي برخه کې او هم په اقتصادي او ټولنيزو برخوکې د چارو له مسوولينو څخه غواړي چې په بېلابېلو برخوکې د ټولنې د ستونزو جرړي پيداکړي او داسې نسخه دې تجويز کړي چې دخلکو احتياج لرې کړي .
سره له دې چي په تېرو لسوکلونوکې د افغانستان دولت او خلکو د لمس وړ برياليتوبونه ترلاسه کړي دي؛ خو ځينو داسې مسئلې شته که چيرې هغو ته پاملرنه ونه شې، خلک د پخوا په شان د نورو محتاج پاتې کيږي .
د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس په خپلو پرونيوخبروکې داسې مسئلو ته پاملرنه وکړه چې په رښتيني توګه پاملرنه ورته نه ده شوى او بايد هغو ته دخلکو او د دې هيواد د ښځو، نارينه و او ماشومانو د روغتيا په خاطر پاملرنه وشي .
له دې پرته به د نړۍ په کچه دطبابت په برخه کې دافغانستان ځاى په ډېره ټيټه کې پاتې شي او د ناروغيو د علاج او درملنې په خاطر ګاونډيوهيوادونو ته دتګ راتګ لړۍ، به پاى ته ونه رسيږي.
په همدې دليل جمهور رييس په دې کنفرانس کې طرحه کړه: موږ بېړه لروچې ښه روغتيايي بنسټ جوړ کړو .
دغه څرگندونې جوته وي چې زموږ هيواد لا تراوسه پورې روغتيايي نظام نه لري چې د هيواد مشرتوب يې هيله لري .
په هرصورت جمهور رييس حامدکرزي په دغو خبرو کې د دې ترڅنګ چې د خلکو ستونزې طرحه کړې؛ په يو ډول نه يو ډول يې اړوندو مرکزونو ته لارښوونه وکړه، هغو مسئلو ته دې پاملرنه وکړي چې د طبابت په ډګر کې ورته اړتيا ده.
کرزى وويل: تر اوسه پورې په افغانستان کې د ناروغيو د تشخيص اولابراتوار په برخه کې پاملرنه نه ده شوى؛ په داسې حال کي چې لابراتوار اوطبي تکنالوجست د طبابت يوه څانګه ده، ځکه ډاکتران د لابراتوارله تشخيص پرته نه شي کولاى مهمې ناروغي تشخيص کړي .
د جمهور رييس دڅرگندونوله مخې: موږ ډاکتر لرو چې د ناروغ درملنه وکړو، خوله بده مرغه په افغانستان کې سم تشخيص نشته .
جمهور رييس په حقيقت کې د طبابت په برخه کې هغې ستونزې ته پاملرنه کړې ده چې لا تراوسه پورې پاملرنه ورته نه ده شوى. د دغې ستونزې د څيړنې په خاطر جمهور رييس د لوړو زده کړو او د عامې روغتيا وزارتونو ته لارښوونه وکړه چې بايد د لابراتوار د روزنې برخه په اکاډميکې ساحه کې شامله کړي او په دې برخه کې بايد د ماستري او دکتورا ترسويې پورې کسان وروزل شي او د لابراتوار د برخې کارکوونکو ته دې بايد پوهيالى، پوهنيار او نورو په شان علمي رتبې ورکړى شي .
جمهور رييس په دې وينا کې د طبابت د اخلاقو په رعايتولو باندې ټينګار وکړ او ويې ويل: د ناروغ ساتنه ډېره مهمه ده. له ناروغ سره دسم چلند ترسره کول ډېر مهم دى .
د ناروغ له روغتيا پال سره سم سلوک ډېر مهم دى. ناروغ ته د زيات وخت ورکول ډېر مهم دى او د ناروغ ته دخبرو اورېدل ډېر مهم دى.
لنډه دا چې جمهوررييس په پروني کنفرانس کې طرحه کړه:که چيرې عملي شي؛ نور به خلک هيڅکله ونه وايي چې په هيوادکې طبابت په سوداګرۍ بدله شوې ده.
2 2 دقیقې لوستل