امنیت

طالبانو په فراه ولايت کې د دين يوعالم وواژه

کابل باختر دوږي  اووه ويشتمه :
وسله والو طالبانو تيره شپه د دين يو عالم په بې رحمانه ډول وواژه .
دفراه ولايت د امنيې قوماندانۍ ويندوى نجيب افغان باخترآژانس ته وويل: طالبانو د دين دغه عالم له کورڅخه يې وتښتاوه او له څو ساعتو وروسته يې د پشت رود ولسوالۍ په جوى کنج سيمه کې وواژه .
په همدې حال کې ده وويل چې ددغه جنايت دعاملينو دنيولولپاره پلټنې پيل شوې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته