کابل، د مرغومي ۲مه، باختر
د افغانستان برېښنا شرکت، د نغلو برېښنا تولید فابریکې د دویم توربین د بیا فعالېدو خبر ورکړی دی.
د دغه شرکت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د برېښنا تولید حوزې ریاست رهبرۍ له لوري د نغلو برېښنا تولید فابریکې دویم توربین له اساسي رغونې وروسته، بېرته فعال شوی او تولیدي برېښنا یې له شبکې سره نښلول شوې ده.
ویل شوي چې د یاد توربین اساسي رغونې چارې د برېښنا تخنیکي انجنیرانو بشپړې کړي، چې په دې سره د لوړو لګښتونو مخه نیول شوې ده.