ورزش

دنيمروز دفوټبال ټيم دهرات د استقلال ټيم په وړاندې ماتې وخوړه

کابل باختردوږي دمياشتې ١٩ :
دهرات ولايت دسولې اودوستي دجام دفوټبال دسياليو دويم پړاو نن مازيګر ترسره کيږي.
دهرات ولايت د ورزشي آمريت مرستيال ضياالحق ضيا باختراژانس ته وويل:  دغه سيالۍ چې د اتو ټيمونو ترمنځ په دغه ولايت کې پيل شوي دي لومړى پړاو يې دهرات داستقلال  ټيم او دنيمروز  دمنتخب ټيم ترمنځ لوبې سره پاى ته ورسيد چې په دې لوبه کې دهرات داستقلال ټيم دصفر په مقابل کې په دريو سره  دنيمروز ولايت ټيم ته ماتې ورکړه.
دضيا دڅرگندونوله مخې، د اتو ټيمونو له جملې څخه دهرات داتفاق  ، دهرات داستقلال  ، دکندز دبيګ بير او دهلمند ولايت دمنتخب ټيمونو ددغو سياليو دويم پړاو ته چې پيليږي، لاره وموندله.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته