ټولنه

په ننګرهارکې پر لسګونو بزګرانو د کار وسايل ووېشل شول

کابل/ د ليندۍ ٤مه/باختر
د ننګرهار په خوږياڼيو ولسوالۍ کې پر لسګونو بزګرانو د کار وسايل ووېشل شول.
دغه مرسته يوې مرستندويې موسسې برابره کړې او د ننګرهار د کرنې رياست پر بزګرانو ووېشله.
د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي چې په دې دوره کې پر لسګونو بزګرانو د اړتيا وړ د کار شپږ قلمه وسايل ووېشل شول.
خبرپاڼه زياتوي: په ننګرهارکې پر نورو بزګرانو د دغو مرستو بهير دوام لري.
پاى سعيده ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته