کابل، د غبرګولي ۳۰ مه، باختر
د اسلامي امارت زعیم شیخ الحدیث والتفسیر مولوي هبة الله اخندزاده د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې، د صنایعو او کانونو ګډ پلاوي، د هېواد په کچه له سوداګرو، صنعتکارانو او پانګهوالو سره وکتل.
په کتنه کې د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر ملا عبدالطیف منصور، د چارو ادارې لوی رئیس مولوي احمدجان احمدي او د کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا هم حضور درلود.
په دې کتنه کې د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې عمومي رئیس شېرباس کمینزاده او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال حاجي خیرالدین مایل خوښي ښودلې چې له مشرتابه سره ویني. دوی وویل، چې د اسلامي امارت له زعیم سره یې کتنه کې د خصوصي سکتور د پياوړتیا او شته ستونزو لیرې کېدو په موخه هر اړخیز بحث او خبري وکړې او سوداګرو او صنعتکارانو ژمنه وکړه، چې په خپله پانګهاچونه او صنعت کې به پراخوالی راولي، چې افغانستان د اقتصاد په برخه کې هم پرمختګ وکړي.
دغه راز له کتنې وروسته د نیمروز ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس حاجي عبیدالله او هرات کې د کابل پولادو اوسپنې ویلي کولو فابریکې مشر حاجي عصمتالله وردګ وویل، چې ټولو سوداګرو او صنعتکارانو د خصوصي سکتور په برخه کې ټولې ستونزې له مشرتابه سره شریکې کړې.
په کتنه کې د هېواد په کچه د خصوصي سکتور د ودې او ملاتړ بورډ غړي خیرګل افغان د خصوصي سکتور د ودې او ملاتړ په موخه ترتیب شوې طرحه له امیر المؤمنین سره شریکه کړې، چې د خصوصي سکتور په برخه کې ټولې ستونزې او حللارې پکې په ګوته شوې وې.
په ورته وخت کې عالیقدر امیرالمؤمنین ویلي چې د افغانستان اسلامي امارت تل د سوداګرو، صنعتکارانو او پانګهوالو ملاتړ کړی او راتلونکي کې به هم ورته ځانګړې پاملرنه کېږي.
عالیقدر امیرالمؤمنین له یاد پلاوي څخه غوښتي، چې د هېواد د اقتصادي خپلواکۍ او پرمختګ په برخه کې رغنده ګامونه واخلي او په هېواد دننه پانګه اچونه زیاته کړي چې خلکو ته کاري زمینه برابره شي او هم د هېواد د بیا رغونې په برخه کې پوره هڅې وکړي.
د اسلامي امارت زعیم ټولو سوداګرو، صنعتکارانو او پانګهوالو ته د هر ډول همکاریو ډاډ ورکړی دی.
د کندهار له ولایتي اداې په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې د غونډې په پای کې عالیقدر امیرالمؤمنین ټولو سوداګرو، صنعتکارانو او پانګهوالو ته د اعزاز پګړۍ ډالۍ کړې.
221 2 دقیقې لوستل