امنیت

طالبانو يو ملکي وګړى شهيد کړ

 کابل/ د غویي ٩ مه / باختر
په لغمان کې يو ملکي وګړى د وسله والو طالبانو په ډزو کې شهيد شو او دوه نور يې ټپيان شول.
دا پېښه پرون ناوخته په اليشنګ ولسوالۍ کې هغه وخت رامنځته شوه چې يرغلګرو د استوګنې پر يوې سيمې ډزې وکړې.
د هېواد په ختيځ کې د سېلاب قول اردو د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره  ويلي دي چې د طالبانو په ډزو کې يو ملکي وګړى شهيد شو او دوه نور يې ټپيان شول.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يو بل خبر له مخې:
پوليسو د لغمان له ګڼ مېشتو لارو څخه د اتو ماينونو په کشف سره د يولړ چاودنو مخه ونيوله.
ختم – ج – اکر م

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته