امنیت

يوه پنځه کسيزه ډله انسان تښتوونکې ونيول شول

کابل باختردوږي دمياشتې ٢٠ :
يوه پنځه کسيزه ډله انسان تښتوونکې په هرات کې ونيول شول  اويو تښتول شوى ماشوم دهغوى له منګولو څخه  وژغورل شو.
دملي امنيت دادارې مطبوعاتي دفتر  باختراژانس ته خبرورکړ:
ددغې ادارې منسوبينو دهرات دخلکو په نږدې همکاري د هرات دادرسکن داوسيدونکې غلام يحيي ، د ګذرې ولسوالۍ دبنداب دکلي داوسيدونکې نجيب الله، دګذرې ولسوالۍ دهزارجريب دکلي داوسيدونکې ظريف الله انور اودپښتون زرغون ولسوالۍ داوسيدونکې زلمي په نومونو يوه پنځه کسيزه ډله انسان تښتوونکې چې څه موده مخکې دښوونځى زده کوونکى سراج الدين په دغه ولايت کې کله چې ښوونځي ته روان و دهغې له کورنۍ  څخه دپيسو دترلاسه کولو په مقصد تښتولې اودګذرۍ ولسوالۍ ته يې ليږدولې اوپه يوپټنځاى کې ساته .
انسان تښتوونکو دد ه له کورنۍ څخه د زياتوپيسو غوښتنه کړي وه چې دپيسو له ورکولو مخکې دملي امنيت دلوى رياست دمنسوبينو له خوا ونيول شول اوتښتول شوى ماشوم دهغوى له منګولو څخه ازاد شواوکورنۍ ته يې وسپارل شو . تښتول شويوکسانو دتښتونې ، ترور ، وژنې ،  د دولتي کارکوونکو اوملي  سوداګرو دګواښ  ، په څو نورو قضيو کې هم اعتراف کړي دي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته