اقتصاد

د جمهورريیس په حضور کې د زیمنس د انرژۍ کمپنۍ سره د همکارۍ تفاهم لیک لاسلیک شو

– کابل/ د لړم ٢٦ مه/ باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهورريیس محمد اشرف غني په حضور کې د مالیې وزارت، د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې او د افغانستان برېښنا شرکت او زیمنس انرژي کمپنۍ ترمنځ د همکارۍ تفاهم لیک نن له غرمې مخکې، لاسلیک شو.
د جمهوررييس د وياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په چهارچنار ماڼۍ کې په دې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې چې د جمهوري ریاست لومړي مرسیتال امرالله صالح هم حضور درلود، د پانګونې د اسانتیا واحد ريیس عطاالله نصیب زیمنس انرژۍ کمپنۍ سره د دغه تفاهم لیک لاسلیک د جمهورريیس لیدلوري او غوښتنې ته د جرمني د لومړۍ وزیرې مثبت ځواب وباله.
نصیب زیاته کړه، د دغه تفاهم لیک عمده موخې د جیو ستراتیژیک او د انرژي د ټرانزیټ د بستر په توګه نویو عایداتي منابعو ته د افغانستان لاسرسی، د داخلي انرژي منابعو او د هېواد صنعتي کولو کې د افغانانو بشري ظرفیتونو څخه ګټه اخیستل او په افغانستان کې د انرژۍ د نوي، عصري، چټک، پایدار او ګټور سیستم ایجاد دی.
نوموړي وویل، دا مهال په افغانستان کې ۲۸سلنه خلک برېښنا ته لاسرسی لري او په ۲۰۳۲ کال کې به دا سلنه ۶۵ ته لوړه شي. هغه د برېښنا د تولید او انتقال په برخه کې د افغانستان د ظرفیت یادونه او په دغه ظرفیت د زیمنس انرژي کمپنۍ د باور قدرداني وکړه او ويې ویل، زیمنس د انرژي کمپنۍ سره د تفاهم لیک له لاسلیک وروسته به دوامداره همکاري ولرو.
ورپسې د مالیې وزارت مرستیال حبیب ځدراڼ، د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې ريیس خان محمد تکل او د افغانستان برېښنا شرکت استازي محمود قادري د زیمنس انرژي کمپنۍ اجرائیه رييس ډایټمر سیرډارفر او مالي ريیس میکایل بوکر سره د همکارۍ تفاهم لیک، لاسلیک کړ.
وروسته د زیمنس انرژي کمپنۍ عمومي ريیس ډاکتر کریسټن بروک چې د ویډیو کنفرانس له لارې تالار ته وصل و، وویل، ما غوښتل چې نږدې راشم، خو د کرونا له امله مې ونشو کولای. د دغه تفاهم لیک د لاسلیک او پر زیمنس د انرژي کمپنۍ ستاسو له باور څخه مننه،خوښ یم چې په دې برخه کې مو نن یو ګام واخیست او موږ ټول به په راتلونکي کې د انرژۍ په برخه کې له افغانستان سره له نږدې او ګډ کار وکړو.
نوموړي د هېوادونو پرمختګ کې د انرژي ارزښت ته په اشارې وویل، موږ به دوامداره، باوري او تجدید وړ انرژۍ ته د افغانستان د لاسرسي لپاره کار او مرسته وکړو . افغانستان به په تجدید وړ انرژۍ سمبال او سیمې ته د انرژي د لېږد په مرکز بدل کړو. هغه زیاته کړه، موږ غواړو په افغانستان کې د انرژۍ د ارزښت زنځیر او د انرژۍ موثر، پایداراو د لاسرسي وړ سیستم رامنځته کړو.
جمهورريیس غني دغو مراسمو ته په وینا کې وویل، وخت او واټن زموږ د ګډ کار او همکارۍ مخه نشي نیولی او له ټولوڅخه مننه چې د دغه تفاهم لیک د لاسلیک او د انرژۍ په برخه کې یې د ګډ کار او همکارۍ زمینه برابره کړه. هغه زیاته کړه، انرژي یوازې زیربنا نه، بلکې د ټولو پرمختګونو او انساني پانګونو لپاره مهمه ده.
هغه څرګنده کړه، انرژي یوازې د زیربنا ، زیربنا نه ، بلکې د انساني، اجتماعي او ټولو پانګو او مالي بنسټونو د انکشاف او پرمختګ لپاره بستر دی. موږ به افغانستان جوړ او خپلو هېوادوالو ته د کورونو، دفترونو، محصولاتو، تولیداتو، کرنې، صنعت او خدماتو په برخوکې باوري او دایمي برېښنا برابره کړو.
جمهورريیس د برېښنا په برخه کې د افغانستان ضایعاتو ته په اشارې وویل، د زیمنس له تجربو څخه په استفادې به په دې برخه کې د شته ضایعاتوکچه راکمه کړو. هغه زیاته کړه، افغانستان د خپل ستراتیژیک موقعت او د انرژي د تولید او انتقال د لوړ ظرفیت له لارې د جنوبي اسیا اړتیاوې پوره کولی شي.
جمهورريیس غني د انرژي په برخه کې د زیمنس د انرژي کمپنۍ پر رول خوښي څرګنده کړه او ويې ویل، د زیمنس په رول خوښ یوو چې د سیمې په کچه د اسانچاري رول ادا کړي او د مرکزي اسیا برېښنا ته لاسرسی لا اسانه کړي.
د هېواد جمهورريیس څرګنده کړه، افغانستان د انرژۍ او طبیعي ګازو د تولید لوړ ظرفیت او پرېمانه منابع لري چې هغو ته د انکشاف او له هغو څخه د موثرې استفادې ترڅنګ به د برېښنا معیاري سیستم ایجاد کړو.
محمداشرف غني د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال امرالله صالح په مشرۍ د برېښنا اصلاحاتو ملاتړ اعلام کړ او ويې ویل، موږ به په پام وړ توګه د لمریزې، بادي او ابي برېښنا د تولید منابعو ته انکشاف ورکړو او افغانستان دولت د زیمنس انرژي کمپنۍ د چوکاټ ملاتړ کوي.
جمهورريیس غني د انرژي په برخه کې بشري پانګونه کلیدي عنصر وباله او د انرژي پراخ استعمال او ارزښت ته په اشارې یې په ټینګار سره وویل، موږ د هراړخیز پرمختګ او د هېوادوالو د هوساینې لپاره په افغانستان کې د صنعت، کرنې او په بله هره برخه کې دوامدارې انرژۍ ته لاسرسی غواړو .
پاى- ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته