کابل باختر د کب دمياشتې ١ :
دپنجشير ولايت لويه لاره چې نن سهار له غره څخه د ډبرو د راغورځيدو له امله تړل شوې وه، بېرته دترافيکوپرمخ پرانستل شوه.
دغه لويه لاره چې د دوو ساعتونو لپاره د ترافيکو پرمخ تړل شوې وه، ددغه ولايت د فوايد عامې رياست د مسوولينو دهلوځلو له امله بيا پرانستل شوه .
د پنجشير ولايت د فوايد عامې رئيس حشمت الله حکيمي وويل چې اوس دغه لاره دترافيکو پرمخ پرانستې ده او کومه ستونزه نشته .
ويل کيږي ددغه ولايت عمومي لاره دغره ترڅنګ موقعيت لري چې ځينې وختونه له غره څخه دډبرو د ښوئيدو په نتيجه کې تړل کيږي.
1 د یوې دقیقې څخه لږ