سیاست

استاد دانش : له فساد سره دمبارزې لپاره پياوړې سياسي اراده شته

کابل باختردلړم دمياشتې ٢١ :
له  اداري فساد سره دمبارزې دڅيړنې او څارنې دګډې خپلواکې کميټې غړو
نن له غرمې  وروسته دجمهوري رياست له دويم مرستيال  استاد سرور دانش  سره  وکتل   او په دې کتنه کې له فساد سره دمبارزې  دبهېر  دڅرنګوالې په باب  غور او خبرې وشوې .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ :
لومړى  دکتنې برخه والو ددغې کميټې  دکړنو په باب رپوټ وړاندې کړ او ويې ويل  چې ددغې کميټې دڅيړنوله مخې  له اداري فساد سره داغيزمنې مبارزې لپاره  څه دپاسه سل سپارښتنې  طرحه شوې دي چې ځينې دغه سپارښتنې دافغانستان دحکومت او دهغه دنړيوالو همکارانوله خوا عملي شوي دي.
د کميټې غړو له اداري فساد سره دمبارزې داغيزمنتوب دڅرنګوالي په باب
خپلې نظريې څرګندې کړې او ويې ويل :  چې دغې کميټې  دځينو قضيو په باب  څيړنيزې پروژې  عملي کړې دي  چې  نتيجې يې په ډير لنډ ممکن وخت کې  دافغانستان  له حکومت سره طرحه کېږي .
دوى  دې ته په شارې سره   چې لا تراوسه پورې په بيلابيلو برخو کې  له اداري فساد سره  دمبارزې  په بهيرکې  ستونزې شته  ،  دحکومت په پياوړې  سياسي ارادې  او له فساد سره  په مبارزې اوله قانون څخه په معافيت  ټينګار وکړ .
ددغې  کميټې غړو له اداري فساد سره دمبارزې په  لاره  کې داړوندو ادارو  په جدي همکارۍ باندې دټينګار په ترڅ کې  له دغې پديدې سره دمبارزې په کار کې  دنوي حکومت دلومړنيو اقداماتوله امله يې خوښي څرګنده کړه .
وروسته  دجمهوري رياست مرستيال  استاد دانش  له فساد سره دمبارزې په لاره کې  دکميټې دغړو  دهڅو اوهاند له امله  دقدردانۍ دڅرګندولو په ترڅ کې ټينګار وکړ چې دملي وحدت په  حکومت کې له فساد سره د مبارزې  او له قانون څخه معافيت لپاره   پياوړې سياسي اراده او هوډ شته .
ده  دې ته په اشارې سره  چې  په تيرو وختونو کې  له اداري فساد سره دمبارزې په لاره  کې  ستونزو شتون درلود  وويل : ټولې هلې ځلې په دې لاره کې دي چې دمالي چارو ، دملي عوايدو دراټولولو ، قراردادونو ، دبودجې دتنظيم  ، قطعيه حساب ، دځمکې دغصب ،  دکارکوونکو دمعاشونو  اوپه نورو برخو کې   هر اړخيز اصلاحات  ترسره شي .
دجمهوررييس دمرستيال دڅرګندونوله مخې :پورتني موارد  دهغو موضوعګانوله  جملې څخه دي  چې له اداري فساد سره  دمبارزې دڅارنې  او څيړنې  ګډه مستقله کميټه  کولاى شي   دملي  وحدت له  حکومت سره مرسته وکړي .
دجمهوررييس مرستيال  دکړو وړو ، کاري تداخل او اهميت په لحاظ له اداري فسادسره دمبارزې  د  ادارو  په اصلاح باندې  دټينګار په ترڅ کې ، له  فساد سره دمبارزې په ميکانيزم کې  بيا کتنه   يو لومړيتوب وباله او ويې ويل   سر له اوسه به  دملي وحدت حکومت  په دغو برخو کې  جدي ګامونه واخلي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته