فرهنګ

دخبريال ورځ په شبرغان کې ونمانځل شوه .

کابل باختر د  کب  اووه ويشتمه :
دخبريال  ورځ  نن په جوزجان ولايت کې ونمانځل شوه .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې،  ددغې ورځې دنمانځنې په غونډه کې چې په شبرغان کې  جوړه شوې وه دجوزجان ولايت مرستيال اوسرپرست عبدالرحمن  محمودي دخبريال دنړيوالې ورځې له امله ټولو خبريالانو او درسنيو کارکوونکو ته مبارکي وويله او څرګنده يې کړه چې په جوزجان کې  رسنۍ دخبررسولو ،   دواقعيتونو په منعکس  کولواو دمسوولانو غوږونو ته دخلکو دغوښتنو په رسولو  کې خپل پور په ډيره ښه توګه اداکوي .
محمودي  زياته کړه خبريالانو له هغو ستونزو او خنډونو  سره سره چې ددوى دلارې پرسر پراته دي  دټولنې  عيني واقعيتونه دژورناليزم داساساتو له مخې د رسنيو له لارې خلکو ته منعکس کړي دي .
يوشمير  خبريالانو هم دخبر يالانو په نسبت دولايت دمقام دملاتړ له امله مننه او قدرداني وکړه  او ويې ويل چې په اوس وخت کې دهغوى دمسلکي کار لپاره ښې زمينې برابرې شوې دي .
  ختم_  عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته