ټولنه

دلغمان ولايت په ښوونکو داستوګنې څه دپاسه دوه زره نمرې ځمکه وويشل شوه .

کابل باختر د زمري  شپاړلسمه :
په لغمان ولايت کې دښوونځيو په ښوونکو داستوګنې څه دپاسه دوه زره  نمرې ځمکه وويشل شوه .
دباختراژانس دخبر له مخې  داستوګنې دغه نمرې دبابا صاحب ددښتې او دلغمان ولايت په مرکز مهترلام ښار پورې اړوند دميدانيو دډاک په سيمه کې دنږدې يو زرو پنځه  سوه جريبه ځمکې په ساحه کې موقعيت لري چې ددغه ولايت دښوونځيو په دوه زره نهه څلويښتو تنو ښوونکو وويشل شوه .
په هغې  غونډه کې چې په همدې مناسبت دلغمان دوالي عبدالجبار نعيمي ، دولايتي شورا دغړو او ددغه ولايت ددولتي او غير دولتي بنسټونو دمسوولينو او ديوشمير استادانو په ګډون جوړه شوې  وه دلغمان ولايت دپوهنې رييس محمد حضرت مجددي دښوونکو دژوندانه او داقتصادي حالت دښه والي په خاطر دپوهنې وزارت  دمشرتابه  دپروګرامونو  او هڅو په اړوند خبرې وکړې او ويې ويل چې نن ټول ټال  داستوګنې د ٢٠٤٩ نمرو ځمکې سندونه چې هره نمره يې څلور بسـوې او درې بسوې  کيږي  په ښوونکو وويشل شول .
ده زياته کړه چې په الينګار ولسوالۍ کې دځمکې ١٥٠٠ نمرې هم ددغې ولسوالۍ دښوونځيو په ښوونکو ويش ته چمتو دي چې دويشلو کار يې په ډير لنډ ممکن وخت کې پيليږي  .
دغه راز دوو  تنو ښوونکو دنورو په استازيتوب خبرې وکړې او په ښوونکو داستوګنې دځمکې دنمرو دويش په خاطر يې دپوهنې وزارت له مشرتابه څخه قدرداني وکړه .  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته