ټولنه

په تخار پوهنتون کې د يوه وړکتون د ودانۍ د جوړولو کار پيل شو

کابل باختر د مرغومي څوارلسمه : په تخارپوهنتون کې ديوه وړکتون د ودانۍ د جوړولو کار پرون پيل شو . د باختر آژانس د سميه ييز خبريال د خبرله مخې: ددغه وړکتون ودانۍ د لوړو زده کړو وزارت له بودجې څخه د دوه ميليونو ٣٠٠ زرو افغانيو په لګښت د نړيوال بانک په همکارۍ د راتلوونکو د رېيو مياشتو په بهيرکې په تخار پوهنتون کې جوړيږي. د دغې ودانۍ د جوړولو د کار د پرانيستلو په بهير کې د تخار ولايت مرستيال او سرپرست محمد فريد ذکي، د تخار پوهنتون رييس پوهندوى خير الدين خيرخواه او د دغه ولايت د نورو دولتي ادارو چارواکو برخه لرله . ختم _ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته