کابل باختر دوږي اووه ويشتمه
دهرات ولايت د کشک کهنه ولسوالۍ دامنيې قوماندانۍ څلور تنه سرتيري دعسکري اصولو دترپښو لاندې کولو په تور په پنځه پنځه کاله تنفيذي بند محکوم شول .
دهرات ولايت امنيه قوماندان لوى پاسوال سيد عبدالغفار سيد زاده باختر اژانس ته وويل دغه سرتيرى د قراول دخدمتونو له مقرراتو څخه دسرغړونې او داخلاقي فساد په تور په پنځه پنځه کاله بند محکوم شول .
دهرات ولايت دنظامي محکمې رييس قضاوت مل دګروال عبدالله وويل دغه کسان دعسکري جرمونو دقانون د ديرشمي مادي دلومړي فقري او دجزا دقانون له حکم سره سم په پنځه پنځه کاله تنفيذي پند محکوم شوي دي
خبرځاى زياته کړه دمحکومينو داستيناف غوښتنه حق خوندي دي .
2 د یوې دقیقې څخه لږ