امنیت

په کاپیسا کې ۸۰ تنه له وسله والو سره د اړیکو په تور ونیول شول

محمود راقي باختر د تلې ۳ مه افغان ځواکونو د کاپيسا ولایت د تګاب ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د چاڼيزو عملیاتو پر مهال ۸۰ شکمن کسان نیولي او زیاتې سیمې یې هم د وسله والو له شتون څخه پاکې کړې دي. له ۲۰۱ سیلاب قول اردو څخه باختر اژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه عملیات په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ترسره شول په ترڅ کې يې د تګاب ولسوالۍ بدراب، د غیرت خیلو، الماس خیلو، اخندصاحب، ګل زړه او مرادخیلو کلي د وسله و الو مخالفینو له شتون څخه پاک شوي دي. سرچینه زیاتوي چې نیول شوي کسان دا مهال تر پلټنو لاندې دي. پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته