ټولنه

يوناما د ښځو د پياوړتيا په خاطر په پروان کې کنفرانس جوړ کړ

 پروانباخترلړم دمياشتې ١٠ نيټه  :
په افغانستان کې د يوناما دفتر په پروان ولايت کې په سياسي فعاليتونوکې د ښځو د ګډون د پياوړتيا په مقصد کنفرانس جوړ کړ.
د مرکزي زون په ولايتونوکې ديوناما دپروګرامونو مسوولې ناديې رضايي رسنيو ته وويل چې د دغه شان کنفرانسونو په جوړولو سره په پام کې ده د ښځو سياسي فعاليتونه پياوړي شي.
په دې کنفرانس کې چي پرون په چاريکاروښارکې جوړ شو، د پروان، کاپيسا، او د پنجشير د ولايتونو يوشمېر متنفذو ميرمنو ګډون کړى و .
د پنجشير ولايت د ښځو د چارو رئيسې خاطرې شيخاني چې د دغه کنفرانس  برخه واله وه، وويل: د ښځو د دغه شان ملاتړيزو کنفرانسونو جوړول د هغو د سياسي  فعاليتونو لپاره ګتور دي.
دغه کنفرانس په داسې حال کې جوړيږي چې په وروستيو دوو کلونوکې د نا امنيو  له امله په دغو ولايتونوکې د ښځو سياسي فعاليتونه پيکه شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته