امنیت

يو سړى په زابل ولايت کې دقتل په تور ونيول شو .

کابل باختر د زمري شپږمه :
هغه سړى چې  په زابل ولايت کې يې  دوه تنه وژلي او  دوه تنه نور يې  ټپيان کړي و ،  دپوليسو له خوا ونيول شو.
دزابل ولايت دامنيې قوماندانۍدجنايي جرمونو پرخلاف دمبارزې آمر  عبدالمتين  دباختراژانس خبريال ته وويل  دغه سړى نن سهار  دخپل زوى  کوږدنه  له مور سره يې  ووژله  او دوه خويندي يې  دچړې په ګوزارونو سره  ټپيانې کړې .
  يوه اړونده خبرځاى وويل   دغه پيښه  ددوو کورنيو ددښمنۍ له امله  دزابل ولايت  دمرکز قلات ښار  په يوه اړونده سيمه کې رامنځته شوه .
  دقلات ښار  دملکي روغتون ډاکترانو  ددغې پيښې دټپيانو  روغتيايي حالت خراب وباله . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته