نړۍ

ميلياردر شهزاده اودبن لادن ورور دعربستان په لسګونو تنو نيول شويو کسانو کې

رياض بي بي سي  باختر دلړم دمياشتې ١٥ نيټه  :
دعربستان وليعهد ددغه هېواد دمخور ميلياردر وليدبن طلال په ګډون
دلسګونو تنو په  نيولو سره  په قدرت کې دخپلو سياسي   اواقتصادي  ستنو
دټينګښت لپاره  کوټلي ګامونه اخيستي دي.
باخترآژانس دبي بي سي له خولې خبر راکړ .  دعربستان دملي ګارد او دسمندري پوځ قوماندانان هم  ګوښه کړاى شوي دي.
دبن لادن دورور او په رياض کې دبن لادن مالي بنسټ درئيس  نوم هم په نيول  شويو کسانو کې  تر سترګو  کيږي  .  که څه دعربستان مقاماتو لا تراوسه پورې دغه موضوع  نه ده  تائيد کړې.
څو تنه اوسني  وزيران  او څه ناڅه لس تنه  پخواني مقامات او دسعودي عربستان يوولس تنه شهزاده ګان نيول شوي دي   چې يو ډير مشهور يې  دعربستان ميلياردر  او دتويتر او اپل  دشرکتونو  پانګه وال شهزاده وليد بن طلال دى.
له فساد سره دمبارزې کميټې   له  جوړيدو څخه  څو ساعته وروسته ددغو نيونو  امر صادرکړى دى.
دعربستان  وليعهد محمد بن سلمان ددغې کميټې مشرتوب په غاړه لري.
دعربستان له فساد سره دمبارزې کميټې  په يوه خبرتيا کې اعلام کړى دى چې دغه  هېواد به   نالړځنده پاتې نه شي او دا چې  دفسا د جرړې   وايستلې شي   او فاسد کسان  ځواب ورکوونکي و اوسي .
دوه شپيته کلن وليد بن طلال په نړۍ کې يو ډير شتمن  شخص دى  او پانګه يې  څه دپاسه اتلس ميليارده ډالره اټکل شوې ده .
ده  دتيوتر او  اپل په شرکتونو سربيره  دفورسيزنز   او د نيوزګروپ روپرت مرداک  موسسې   په ځنځيري هوټلونو کې هم پانګونې کړې دي.
دى   دفرانسې  او بريتانيا په ګډون په امريکا او اروپايي هېوادونو کې يو اصلي پانګه وال بلل کيږي.
پاى ف ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته