امنیت

د دوو تنو سرګروپانو په ګډون د شلو تنو داعشيانو وژل کيدل

جلال آباد باختر دچنګاښ دمياشتې  ٩ :
د داعش ډلې د دوو تنو قوماندانانو په ګډون شل تنه داعشيان په ننګرهار ولايت کې د يولړ هوايي او ځمکنيو عملياتو په بهيرکې ووژل شول.
ملاثاقب او ملا نعمان تېره شپه د هسکې مينې او اچين په ولسواليوکې د جلا جلا بريدونو په ترڅ کې ووژل شول.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي باختر آژانس ته وويل چې په دغو  هوايي او ځمکنيو بريدونوکې شل تنه داعشيان ووژل شول .
ده وويل: دغه ډار اچوونکي کله چې په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت وو، په کوټ او هسکې مينې ولسواليوکې پرې بريدونه وشول.
ويل کيږي په دغو بريدونوکې د داعشيانو څو مرکزونه، د وسلو او مهماتو ډپيوګانې او موټرونه له منځه وړل شوي دي.
د ننګرهار د والي وياند وايي چې په دغو بريدونوکې سرتيرو او ملکي وګړو ته  زيان نه دى اوښتى.
په وژل شويوکسانوکې څو تنه بهرني جګړه ماران هم شامل دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته