کابل – باختر دليندۍ دمياشتې ١١
څو شيبې مخکې دننګرهار پوهنتون دښوونې او روزنې په پوهنځې کې چاودنه وشوه .
عيني شاهدانو دباختر آژانس خبريال ګلستان غالب ته وويل ، چې ددغې چاودنې له امله يو شمير محصلانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
تراوسه پورې دسر د زيان دقيق شمير او دچاودنې څرنګوالي نه دى روښانه .
زموږ خبريال خبر راکړ : امنيتي مامورينو اوس دپيښې سيمه کلابنده کړې ده .
دننګرهار پوهنتون دښوونې او روزنې دپوهنځي تاسيسات ددغه ولايت دپوهنتون له تاسيساتو څخه جلا ل آباد ښار ته څيرمه موقعيت لري .
ددغې پيښې جزييات وروسته خپريږي.
1 د یوې دقیقې څخه لږ