ورزش

په هرات ولايت کې دولسواليو دفوټبال جام سياليو دوام وموند

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٢٦
په هرات ولايت کې دولسواليو دفوټبال د جام سياليو پرون مازيګر په څلورو لوبو سره دوام وموند.
دهرات ولايت دورزشي آمريت مرستيال ضيا الحق ضيا باختر آژانس خبريال ته وويل : په دغو سياليو کې د زنده جان ټيم دصفر په وړاندې په دوو سره دشينډنډ الف پرټيم ،دکهسان الف ټيم دصفر په وړاندې په يوې سره د کهسان بي پرټيم ،داسلام قلعه ټيم ديوې په وړاندې په دوو سره دتورغوندى او دغوريانو ټيم ديوې په وړاندې په دوو سره دشينډنډ بى ټيم ته ماتې ورکړې.
دغه سيالۍ دشپاړلس ټيمونو ترمنځ په هرات ولايت کې پيل شوې دي چې په اوونۍ کې يو ځل دجمعې په ورځ دوام مومي.
دضيا دڅرګندونو له مخې، څلورو ټيمونو پرون ددغو سياليو نيمه وروستۍ پړاو ته لاره وموندله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته