کابل / د چنګاښ ۱۷مه / باختر
ديارلس وسله وال طالبان پرون مازيګر په پکتيکا کې د امنيتي او دفاعي ځواکونو په عملياتو کې ووژل شول.
د باختر آژانس د خبرله مخې؛ د پکتيکا د امنيي قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول رسنيو ته ويلي دي چې دغه وسله وال طالبان د دغه ولايت د سروبي ولسوالۍ په پانو کلي کې د امنيتي او دفاعي ځواکونو په عملياتو کې ووژل شول.
خبرځاى زياته کړه چې ددغو عملياتو په بهير کې ٧ نور وسله وال طالبان ټپيان شول او د هغوی ۶ موټرسايکلونه او جنګي وسايل ترلاسه او له منځه يوړل شول.
پای/ج