امنیت

وسله والو طالبانو د ګيانې پر ولسوالۍ ډله ييز برید کړی

ښرنه باختر د وږي د میاشتې ۶ مه
د پکتيکا ولایت په ګيان ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته شوې چې له امله يې درې تنه وسله وال طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.
د ګيان ولسوالۍ یوې امنیتي سرچینې د نوم په نه ښودلوسره باختر اژانس ته  وویل چې د نښتې پرمهال يوه مېرمن وژل شوې اودرې تنه ماشومان هم د وسله والو مخالفانو له لورې ټپیان شوي دي.
د سرچینې په خبره، وسله والو طالبانو تېره شپه شاوخوا نهه بجې د ګیان ولسوالۍ په درب کڅکي سیمه کې دټنډې هوټل پر پوستو ډله ييز بریدونه وکړل چې له امله یې مرګ ژوبله رامنځته شوې.
سرچينې په نښته کې دافغان ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ویل خو زیاته یې کړه چې په ټپیانوکې د ګيانې ولسوالۍ د طالبانو د ولسوال ګلوپي مرستیال هم شامل دی.پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته