امنیت

شل تنه وسله وال طالبان په کندز کې ووژل شول .

کابل باختر د تلي څليرويشتمه :
  شل تنه وسله وال طالبان پرون  په کندزولايت کې  ووژل شول .
  د  ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند جګړن  محمد حنيف رضايي باختراژانس ته وويل چې دغه وسله وال طالبان دملي اردو  دځانګړو قطعاتو په عملياتو ، جګړو او هوايي بريدونوکې  دعلي اباد او دقلعه ذال دولسواليو او ددغه ولايت دمرکز  په مربوطاتو کې ووژل شول .
  ده زياته کړه چې په دغو عملياتو کې څلور تنه نور وسله وال طالبان  ټپيان او دوه تنه وسله وال طالبان ونيول شول او ددښمن درې موټرونه او يوشمير جنګي وسايل  هم ترلاسه شوي دي .
  د  ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند وويل چې ددغو عملياتو په بهير کې  دعلي اباد ولسوالۍ  دحاجي بابا ، امام  ګل باى ، صوفي خان رسول باجوړي او دسالار زيو کلي  ددښمن له شتون څخه پاک شوي دي او دوسله والو طالبانو نهه سنګرونه  ، دوه قرارګاوې ، دوه کانتينرونه  چې طالبانو  د جيل په توګه ورڅخه استفاده کوله  او يوشمير  زيات جنګي وسايل  هم له منځه وړل شوي دي . او څلور ديرش ماينونه کشف او شنډ کړى شوي دي .
ختم_ ج _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته