سیاست

دکجکي بند د انکشاف قرارداد دانرژۍ او اوبو د وزيرله خوا له يوې ترکي کمپنۍ سره لاسليک شو

کابل باختردتلې د مياشتې  ١٠  :
دانرژۍ  او اوبو وزير انجينر علي احمدعثماني نن دهلمند دکجکي بند دانکشاف قرارداد  له ترکي _ امريکايي شرکت سره دجمهوري رياست په ارګ کې لاسليک کړ.
دانرژۍ او اوبو وزارت داطلاعاتو اوخپرونو رياست دباخترآژانس ته خبر ورکړ.
دانرژۍ او اوبو وزير ددغې پروژې دقرارداد دلاسليک کولو په وخت کې وويل ؛ 
په هغو ګامونوسره  چې په افغانستان کې دانرژۍ دتامينولو په لاره کې اخيستل شوي دي ، انر ژي  سيمه ييزو همکارانو  ته په يو ښه فرصت بدله شوې ده .
عثماني دکجکي ددويم بند  د جوړولو په باب  وويل چې دروان کال دزمري دمياشتې په اوولسمه نيټه له يوه ترکي شرکت سره   تفاهم ليک لاسليک شو او اوس  ددويمې دبرخې قرارداد لاسليک کيږي چې له  مخې يې د کجکي دبند داوبو زيرمه له  ٢ر١ ملياردو  مترمکعبو څخه  ٣٤ر٢ ملياردو مترمکعبو ته لوړيږي.
عثماني د  کجکي بند دانکشاف ټولنيزو ، اقتصادي او سياسي اغيزو ته هم اشاره وکړه او ويې ويل چې د کجکې بند ددويمې برخې په  جوړولو سره ددغه بند دبريښنا توليد سلو ميګاواټو ته لوړيږي اوپه ټوليزه توګه به   ٥ر١٥١ ميګا واټه بريښنا ورڅخه توليدشي.
دانرژى او اوبو وزير وويل چې دغه پروژه به  د انرژۍ په توليد کې   دپانګونې لپاره دخصوصي برخې دهڅونې سبب شي  او په ټولنيز لحاظ دا دانرژۍ له پلوه  په خپلو پښو ددريدو په لاره کې  يو ستر ګام دى.
دکجکي بند ددويمې برخې د جوړولو لګښت  له دوه سوه مليونو ډالرو څخه اوړي  ، دکجکي بند ددويمې برخې په بشپړيدو  او په کجکي بند کې دڅلورو  توربينونو په درولو سره به دغه بند  ٥ر١٥١ ميګاواټه بريښنا توليدکړي.
د  دغه بند د جوړولو دڅرنګوالي په وړانديز کې دسلو ميګاواټو بريښنا دتوليد او دکابو يو مليارد مترمکعبو اوبو د زيرمې زياتوالى شامل  دى. دکجکي ددويم بند  دبرخې په بشپړيدوسره  څه ناڅه سل زره هکتاره نوې ځمکه خړوبيږي   او پنځوس زره کورنۍ ورڅخه  ګټه اخلي .
دکجکي دبريښنا دتوليدبند به په دغه ساختمان او دنوي پړاو په بشپړيدو سره   چې  درې کاله به وخت ونيسي  ، دسيمې  په يوه ستر بند بدل شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته