امنیت

اووه ويشت تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٩
اووه ويشت تنه تروريستان د هېواد د شمال او شمال ختيځو زونونو په مربوطاتو کې د امنيتي ځواکونو د چاڼيزو عملياتو په بهيرکې ووژل شول.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د تيرو ٢٤ ساعتو په بهيرکې د تندر- ١٥چاڼيزوعملياتوپه بهيرکې چې د امنيت د تامينولو او د خلکو د دښمنانو د ځپلو په مقصد د توپچي او هوايي ځواکونوپه ملاتړ د کندز– خان آباد د لوى لارې په غاړوکې د ملرغي، اندرابيانو او د ترناو کلي د سړک د صفر د پله په سيموکې ترسره شول؛ د وسله والو طالبانو د ډلې ديو سرګروپ ضياالحق په ګډون ٢٦ تنه ډار اچوونکى ووژل شول او ٣٤ تنه نور ټپيان شول.
دغه راز دوه تنه تروريستان چې د دولت آباد ولسوالۍ په بازارکې د تروريستي عمل له ترسره کولو وروسته د تيښتې په حال کې وو؛ د بلخ ولايت د دولت آباد ولسوالۍ د هاشم آباد په کلي کې د امنيتي ځواکونو له کمين سره مخامخ شول چې يو تن يې ووژل شو، يو تن يې ټپي او يو تن بل يې ونيول شو او د دښمن يو موټر سايکل د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلى او د بغلان ولايت د مرکزي بغلان ولسوالۍ د غريبانو په کلي کې د امنيتي ځواکونو د نويد – ١٤ عملياتو په بهيرکې دوه تنه له تروريستانو سره د اړيکو د لرلو په تور ونيول شول.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته