ټولنه

په ننګرهار ولايت کې ديوه پله پرانستل

١٣-  کابل باختردسلواغې دمياشتې ١٢ :

دننګرهارولايت  په لعل پوري ولسوالۍ کې  پرون دموټر دتګ راتگ يوستر پل ګټي اخيستنې ته وسپارل شو.

دغه پل ددرې سوه متروپه اوږدو والي او دڅوارلسو مترو په سور دننګرهار ولايت دلعل پوري دمومنددري ، کامي او ګوشتي له ولسواليو اودکابل _ جلال اباد اودتورخم له لوي لاري سره نښلوي .

دختيځ زون دفوايد عامې رييس انجينر فضل الربي  وليزي دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل دغه پل دبيارغاوني  دولايتي ټيم له خوا دشپږ نيمو مليونو امريکايي ډالرو په لګښت په دوو کلونو کې  جوړشوي دي .

دننګرهاروالي ګل آقا شيرزي  وويل دغه پل دزرګونو کورنيو ستونزې لري کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته