-کابل / دچنګاښ٢٣مه/ باختر:
٦ وسله وال طالبان په روزګان کې په نويو نښتو کې ووژل شول او څلور نور يې ټپيان شول.
دغه نښته تېره شپه د ترينکوټ ښار په شاوخوا کې رامنځته شوه. چې طالبانو پر يوې پوځي قرارګاه يرغل وکړ .
دهېواد په جنوب کې د اتل قول اردو د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي، چې په دې جګړه کې ٦ وسله وال طالبان ووژل شول او ٤ نور يې ټپيان شول .
طالبانوتراوسه پورې په دې باب څه نه دي ويلي .
پرون هم په نښتو کې دطالبانو په ډلې پورې ٩ يرغلګر وژل شوي دي.
ختم _ شکريه _اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ