-کابل باختر د لړم ديارلسمه :
اووه تنه وسله وال طآلبان په روزګان ولايت کې له پوځيانو سره په نويو نښتو کې ووژل شول .
په دغو جګړو کې چې نن سهار ونښتې شپږ تنه نور ډار اچوونکي ټپيان شوي دي . جګړې دروزګان ولايت دخاص روزګان په ولسوالۍ کې ديرغلګرو دسپرلۍ په کاروان دپوځيانو له ناڅاپي بريد وروسته ونښتې .
دهېواد په جنوب کې دملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل چې په دغو نښتو کې اووه تنه ډار اچوونکي ووژل شول اوشپږ تنه نور ټپيان شول .
0 د یوې دقیقې څخه لږ