سیاست

دمشرانوجرګې دخواخوږئ اوډاډګیرنې پیغام

کابلباختر د سلواغې د مياشتې٣

دمشرانوجرګې دخواخوږئ اوډاډګیرنې پیغام

دمشرانوجرګې رییس فضل هادی مسلم یار،اداري پلاوی،غړو اودیادې جرګې ددارالانشاء لوی ریاست په ډیرې خواشینئ سره خبرترلاسه کړچی دهیواد دسولې دعالي شورا رییس،دمحاذاسلامی جهادی ګوندمشر اوروحانی شخصیت پیرسیداحمدګیلانی دورپیښې ناروغئ له امله د۸۴کلونوپه عمر په کابل کې تیره شپه خپل روح حق تعالی ته وسپاره.
ارواښادپیرګیلانی دافغان ولس دبرحق جهاد دمقدسې دورې سرلارئ،دیوې روحاني اومتدینې کورنئ مشر،جهادی اوملی شخصیت وچی دجهادي اوملی کارناموترڅنګ دیوڅه مودې لخوا دافغانستان ولسمشرله لورې دسولی ددریدلوخبرو دښه پرمختګ لپاره دسولې عالی شورا دمشرپه توګه وګمارل شو چی له دې ټاکنه وروسته یی په لڼدوخبروکی ویلی و((دهیواد دیرغمل کیدوپه وخت کی مومقدس جهاد وکړاو داویاړدی،خواوس دسولې وخت راغلی دی اوبایدټول سولې ته کاروکړو،زماپرغاړه یی یولوی بار راواچاوه خلک اوملت دی له ماسره مرسته وکړي ترڅوښې پایلې ولري)) ارواښاد ګيلانې دسولې دبهیراو مذاکراتو دپیاوړتیالپاره اوپه خاصه توګه داسلامی حزب سره دسولې دتړون په لارکې یې ډیرې هلې ځلې ترسره کړي دي.
مشرانوجرګه دخدای بښلي پیرسیداحمدګیلانی نشتون ستره ضایعه بولی اوخپل دغمشریکئ مراتب دنوموړي مشر زوی او دمشرانوجرګې پخواني لمړي نایب پیرسیدحامدګیلاني،درنې کورنۍ،خپلوانو اوعقیدتمندانوته وړانډې کوي اودلوی څښتن تعالی څخه دوی ته دعظیم صبرغوښتنه کوي.
قبردی وړانګن اوفردوس جنت دی دمرحوم پیرګیلاني تل پاته ځای اوسي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته