– کابل باختر د وږې دمياشتې ٢٠
دشهيد د اوونۍ په وياړ د بايسکل ځغلولو سيالۍ نن له کابل څخه پيل او تر پنجشير ولايت پورې دوام مومي.
داولمپيک دملي کميټې دبايسکل ځغلولو فدراسيون رييس محمد صادق صادقي د باختر آژانس خبريال ته وويل :
په دې سياليو کې نهه تنه ورزشکاران له کابل او دوه تنه ورزشکاران د بغلان له ولايت څخه ګډون لري چې د يو سلو پنځوسو کيلومترو په واټن دخيرخانې له غاښي څخه پيل او دملي اتل شهيد احمد شاه مسعود تر آرامګا پورې سيالي کوي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ