ورزش

دننګرهار يو شمير ورزشي فدراسيونونه وستايل شول.

کابل – باختر د وږي دمياشتې ١
دننګرهار ولايت يو شمير ورزشي فدراسيونونه وستايل شول.
دغه فدراسيونونه چې له کورنيو او بهرنيو سياليو څخه يې هيوادته وياړګټلي دي دننګرهار ولايت دمقام له خوا وستايل شول.
دننګرهار دوالي وياند عطا الله خوږياڼي دباختر آژانس خبريال ته وويل : دننګرهار دوالي مرستيال ديو شمير ورزشي فدراسيونونو مسوولينو ته ستاين ليکونه او يوه اندازه نغدې پيسې ورکړې ددغو فدراسيونونو مسوولينو خپلې يو لړ ستونزې چې په ننګرهار کې دورزش دودې مخه نيسي له سيمه ييزو مسوولينو سره طرحه کړې دننګرهار دوالي مرستيال په دغه ولايت کې دورزش دودې په لاره کې دهغوى کارونو ته په اشارې سره وويل چې دفدراسيونونو غوښتنې به وڅيړلې شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته