ټولنه

د وګړو نړيواله ورځ ونمانځل شوه .

کابل باختر د چنګاښ ديرشمه :
په وروستيو کلونوکې دافغانستان دوګړو دودې او په ښځو او ځوانو نجونو دپانګونې  ترعنوان لاندې دوګړو نړيواله ورځ  نن داقتصاد وزارت له خوا دملګروملتو دسازمان دوګړو د صندوق ددفتر په همکارۍ په کابل کې ديوې غونډې په ترڅ کې   ونمانځله شوه .
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې ، په دې غونډه کې داقتصاد وزارت معين محمد اسمعيل  رحيمي خبرې وکړې او ويې ويل  چې افغانستان دويم هېواد دى چې په سلوکې ٦٣ ځوان وګړي لري او دهغو هېوادونوله جملې څخه دى چې ډيرزيات ځوان قشر لري .
ده وويل: لاتراوسه پورې هم په افغانستان کې يو زيات شمير ځوانان  له قانوني عمر څخه مخکې واده ته اړ ايستل کيږي .
رحيمي وويل: ديوې سروې له مخې په سلو کې ٧٦ نجونې په ښوونځيو کې شموليت لري او په کال کې ٥٠٠ زره تنه ځوانان دکار په بازار کې  شامليږي چې په لنډ مهال کې دولت ته ستونزې زيږوي او په اوږدمهال کې به دهېواد داقتصاد دچټکې  ودې لپاره اغيزمن وي .
ده وويل چې داقتصاد وزارت له اړوندو بنسټونو سره په همکارۍ  کې دوګړو دپاليسو په باب کار کوي چې په راتلوونکو کې دليک لوست اودمهارتونوکچه لوړه کړي .
په دې غونډه کې وروسته دملګروملتو دسازمان دوګړو ددفتر استازي وويل چې دترلاسه شويو شميرنو له مخې په افغانستان کې په سلو کې ٥٧ نجونې له  ١٩ کلنۍ څخه مخکې  واده کوي چې په سلوکې ٤٠ يې  له لس  کلنۍ  څخه تر ١٣ کلنۍ پورې په سلوکې ٣٢ يې په  ١٤ کلنۍ کې او په سلو کې ٢٧ يې په ١٥ کلنۍ  کې واده ته اړ ايستلې  کيږي .
ددغه تحقيق له مخې  څرګنديږي چې دافغانستان  تنکي ځوانان دنورو هېوادونو په نسبت له قانوني عمر څخه مخکې دواده له خطر سره مخامخ  کيږي او له قانوني عمر څخه مخکې  يعني  په ماشومتوب کې واده زيانمنونکي  اغيزې لري چې دنجونوحقوق تر پښو لاندې کوي  او په راتلوونکو کې دهغوى دزده کړې لپاره زيان رسوي .
د ٢٠١٤م کال دتحقيق دشميرنو له مخې په افغانستان کې نهه اعشاريه  څلور مليونه تنه په لومړنيو او ثانوي دورو او په پوهنتونونوکې  په زده کړې بوخت دي چې درې اعشاريه شپږ مليونه تنه يې نجونې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته