سیاست

د کورنيو چارو وزير د ملي پوليسو په ليکوکې د فساد پرخلاف په جدي مبارزې ټينګار وکړ

کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ٨
د کورنيو چارو وزير تاج محمد جاهد نن په يوه غونډه کې د دغه وزارت د پلټنې د لوى رياست کارونه وستايل او د ملي پوليسو په ليکوکې يې د فساد پرخلاف پرکلکې مبارزې ټينګار وکړ .
د کورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې غونډه کې چې د کورنيو چارو وزارت پيژندوال او د پلټنې د لوى رياست يو شمېر چارواکو ګډون درلود، د کورنيو چارو وزير، د ملي پوليسو په ليکوکې د هر ډول فساد پرخلاف په کلکې مبارزې د ټينګار په ترڅ کې د دغې ادارې چارواکو ته لازمه لارښوونه وکړه او زياته يې کړه: د پلټنې اداره د کورنيو چارو په وزارت کې د فساد د لرې کولو لپاره يو ډير مهم مرکز دى.
دغه راز د کورنيو چارو وزير څرګند کړه: د دغې ادارې چارواکي مکلفيت لري چې د کورنيو چارو وزارت په اداروکې د هر ډول فساد پرخلاف د کلکې مبارزې په لاره کې په شفاف ډول عمل وکړي .
دکورنيو چارو وزير وويل: پوليس هغه وخت کولاى شي بريالي واوسي چې په اجراتوکې عدالت په پام کې ونيسي، د خلکو رضايت ترلاسه او قانون د افغانستان په ټولو اتباعو يو ډول تطبيق کړي.
په همدې حال د کورنيو چارو وزارت د پلټنې لوى رييس پوهنمل پاسوال عبدالضيا کوهستاني له هغو پرمختګونو چې د ملي پوليسو په ليکوکې د فساد د مخنيوي په لاره کې شوي دي؛ يادونه وکړه او د کورنيو چارو وزير ته يې ډاډ ورکړ چې د پلټنې د ادارې منسوبين به د هر ډول فساد د مخنيوي په لاره کې هر اړخيزې هلې ځلې وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته